افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په تازه مرکه کې ویلي، طالبان د لا زیاتو سیمو د نیولو لېوالتیا لري او پر سوله باور نه لري.
راین کراکر وایي، د سولې روانو خبرو د افغانستان لپاره هېڅ راز ګټه نه ده کړې او د جګړو د کمېدو سبب نه ده شوې.
نوموړی وایي، که پر سوله تمرکز و نه شي او افغانان خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل نه کړي نو په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د دوام خطر شته دی او دا احتمال شته چې وضعیت نور هم ترینګلی شي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان روانه جګړه به یوازې په دې هېواد کې پاتې نه شي، بلکې ګاونډي هېوادونه به هم زیانمن کړي، له همدې امله د ټولې سیمې هېوادونو ته په کار ده، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له ټولو اړخونو سره همکاري وکړي.