سرچینې وايي، تېره شپه معروف ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو، ملي اردو او ملي پولیسو یو لوی کنډک، چې د ډبرو په قرارګاه مشهور و، طالبانو ته پرېښودل شو او په دې سره دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېده.
طالبانو هم ویلي، چې دغه پوځي مرکز یې نیولی او ټول تجهیزات یې دوی ته پاته شوي، خو سرحدي ځواکونه وايي، وسلې یې نه دي پرېيښي او ټول شیان یې راوړي دي.
دا په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار څلورمه ولسوالۍ ده، چې د طالبانو په ولکه کې راځي.
تېره ورځ د دغه ولایت خاکرېز او غورک ولسوالۍ هم طالبانو ته پرېښودل شوي او تر هغې څو ورځې وړاندې بیا د کندهار میوند ولسوالۍ، چې موقعیت یې ستراتیژیک ګڼل کېږي، هم تر سختې جګړې او څو میاشتنې محاصرې وروسته طالبانو سقوط کړې وه.