ولسمشر اشرف غني، امریکا ته خپل سفر بریالی بللی او زیاته کړې یې ده، چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره ۳.۳ میلیارد ډالر له کانګرس غوښتي او کانګرس کې ولسمشر غني ته ډاډ ورکړل شوی، چې پدې برخه کې به اقدامات ترسره کړي.
بل پلو ولسمشر غني پر طالبانو او ملاتړو یې غږ کړی، چې زور د حل لاره نه ده.
هغه ویلي، طالبان دې اوربند وکړي او په سیاسي بهیر کې دې راګډ شي.
غني له بایډن سره تر کتنې وروسته خبرې ناستې ته ویلي، د امریکا دفاع وزارت ورسره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز ژمنه وکړه، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
نوموړي دا هم ویلي چې امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د هوايي ځواک په برخه کې به د افغان ځواکونو اړتیا هم پوره کړي.
اشرف غني له جو بایډن خوښ دی، چې د ملګرتیا او مشارکت ډاډ یې ورکړی.