هندي چارواکي وايي، په ممبی او کلکتې ایالتونو کې نږدې ۲۵۰۰ کسانو ته د کورونا وبا ضد جعلي واکسینونه لګول شوي دي.
دوی زیاته کړه،دا جعلي واکسینونه عادي مالګې یا هم د وېروس ضد درمل دي،چې د واکسین په شکل خلکو ته لګول شوي دي.
بل خوا بیا د یادو ایالتونو ځايي رسنیو خبر ورکړی، دا ډول جعلي واکسینونه اوس مهال د واکسین لګولو شااوخوا ۱۷ مرکزونو ته رسېدلي دي.
ځايي چارواکي وايي، تر اوسه پورې یې په دې اړه د دوو رغتیاپالانو په ګډون ۱۰ کسان نېولي دي.
دوی زیاتوي، د جعلي واکسینو یو شمېر ډوزونه یې هم موندلي دي.
د کلکتۍ روغتیايي چارواکو ویلي، دوی به یو شمېر روغتیايي کار کوونکي چمتو کړي،تر څو د هغوی کسانو پاملرنه وکړي،چې جعلي واکسین ورته لګلول شوي دي.