سوداګرۍ خونه وایي، اټکل کیږي،چې د روان مالي کال تر پایه پورې به د صادراتو ارزښت څه باندې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ورسیږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې ۳۰۰ ټنه بېلابېل سوداګریز توکې چې وچه او تازه میوه، غالۍ، قمیتي او نیمه قیمتي ډبرې او طبي نباتات په کې شامل دي، دسیمې او نړۍ مارکیټونو ته صادر شوي، چې ارزښت یې ۴۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.
د سوداګرۍ خونې د صادراتو او پانګونې د پراختیا مشر میرزمان پوپل وايي:« مونږه دهند، چین، متحده عربي الاماراتو په شمول ټولو اروپايي هیوادو نه ته صادارت پیل کړي دهوايي د هلیز له لاري هیله لرو چې د ځمکې له لاري هم دې مارکیټونو ته خپل صادرات پراخ کړو.»
په همدې حال کې د حرکت اداره چې له شااوخوا یوې لسیزې راپدېخوا له سکتوري وزارتونو سره د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا په برخه کار کوي، وايي، پاکستان لاهم په ځینو برخو کې د افغان صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي،خو هیله یې وښووله،صادارت د تېر کال په پرتله ډېر وي.
د حرکت ادارې اجرائیه مشر حجت الله فضلي وايي: « له افغانستان سره د صادراتو په وخت کې د ګاونډیو ستونزې خصوصا پاکستان ښايي د تر یوه حده ستونزې زیاتې کړي،خو هېله لرم،چې د تیر کال په پرتله به د افغانستان صادارات زیات وي.»
د مالوماتو له مخې، د افغانستان د تېر کال صادرات اووه نیم سوه میلیون ډالرو ته رسېدل، خو د اقتصادي چارو پوهانو په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډون ټول سکتوري وزارتونه دې حد کې نه دي، چې صادرات له دې هم وغوړيږي.