د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلینکن د سولې په اړه د طالبانو پر ارادې شک ښودلی او ویلي یې دي، دوی غواړی ډاډه شي،چې طالبان رښتیا هم سوله غواړي که نه.
بلینکن ویلي، طالبانو اوس مهال جګړو ته شدت ورکړی، چې دا د سولې له خبرو سره همغږی نه دی.
هغه زیاته کړې، هېڅ لوری د زور له لارې واک ته نه شي رسیدلی او نه هم امریکا د دې ملاتړې ده، چې افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی دوام وکړي.
بلینکن دا خبرې داسې مهال کوي، چې په وروستیو کې طالبانو خپلو برېدونو ته زور ورکړی دی.