د امریکا ولسمشر جو بایډن سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، افغانان به خپل برخلیک پخپله ټاکي، خو امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.
بایډن ویلي، بهرني ځواکونه به له افغانستانه ووځي، خو دا په دې مانا نه ده، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ همکاري به پای ته رسېږي.
بایډن له ولسمشر غني سره لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې بې مانا تاوتریخوالی باید ودرول شي، خو زیاته کړې یې ده چې دا چاره به اسانه هم نه وي.
جو بایډن د امریکا له کانګرسه افغان ځواکونو سره د همکارۍ په موخه د ۲۰۲۲ کال لپاره هم د ۳٫۳ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.