امريکا ته د ولسمشر سفر کې د لوړې کچې لومړۍ ليدنه د امریکا له دفاع وزير سره وه، خو د سفر اصلي ليدنه د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره وه، چې د دواړو هېوادونو د نويو اړيکو او همکاريو بحثونه يې اصلي منځپانګه وه.
د امريکا ولسمشر جو بايډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل: «د افغانستان او امريکا ملګرتيا نه ختمېږي، بلکې دوام کوي. زموږ ځواکونه له افغانستانه وځي، خو زموږ له لورې د افغانستان ملاتړ نه ختميږي، دا ملاتړ به د نظامي وسايطو او تجهيزاتو د ساتنې او پالنې په برخه کې وي او هم به په سياسي او اقتصادي بڼه دوام کوي.»
امريکا د بشري، سياسي او اقتصادي همکاريو سربېره ژمنه وکړه چې د هوايي ځواک قرارداديان به د بهرنيو سرتېرو تر وتلو وروسته هم خپلو دندو ته دوام ورکړي، چې دا د افغان هوايي ځواک د قوت لپاره اغېزناک ګڼل کېږي.
ولسمشر غني وایي: «هغه قرارداديان چې د هوايي ځواک سره مسؤليت لري، د بهرنيو سرتېرو تر وتلو وروسته به هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.»
جو بايډن د ولسمشر محمد اشرف غني هڅې چې د ملي اجماع لپاره يې ترسره کړي، هم ستايلي.
بایډن ویلي: «زه چې کله سخت کار کوم، ولسمشر محمد اشرف غني رايادېږي، تاسو اوس مهال ډېر مهم کار کوئ او هڅه کوئ چې د هېواد رهبران متحد کړئ.»
ولسمشر اشرف غني د خپل سفر په دوام په کانګرس کې د افغانستان او امريکا په نويو اړيکو هم خبرې وکړې او دا سفر د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتمن وبلل شو.
د امريکا کانګرس مشرې نانسي پلوسي ویلي: «د افغانستان او امريکا تېرې شل کلنې اړيکې ژورې وې، اوس مونږ نوي فصل ته ننوځو، کانګرس ته ستاسو راتګ د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی.»
د ولسمشر د دغه سفر پرمهال د سپینې ماڼې مخې ته ګڼ شمېر افغانان ورټول شوي وو او د ولسمشر غني له هڅو يې يادونه کوله چې د جمهموريت د ساتلو لپاره یې کوي. ورغلو کسانو د جمهوريت او پوځ په ننګه شعارونه ورکول.
په دغه دوه ورځني سفر کې افغان پلاوي سره ژمنه شوې چې له افغانستان سره به نږدې څلور ميليارده ډالر مرستې کېږي او د واشنګټن او کابل ترمنځ به اوږدمهاله سياسي او اقتصادي اړيکې دوام کوي.