د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې جګړه د ښارونو تر څنډو رسېدلې.
د طالبانو له لوري د ولسوالیو نیول او د جګړ شدت له امله د طالبانو پر ضد او د حکومت پر ملاټر په ګڼو ولایتونو کې د پخوانیو قوماندانو په مشرۍ پاڅونکونکو وسلې راپورته کړي او پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
بلخ، کندز پکتیا، خوست، زابل، کابل، پروان جوزجان، بدخشان، پکتیکا کاپیسا، تخار، کندهار، بدخشان، ننګرهار او یو شمېر نور هغه ولایتونو دي، چې د طالبانو پر ضد عامو خلکو وسلې اخېستي.
پاڅونکونکي پر طالبانو نیوکه کوي،چې اوس خو بهرني سرتېري ووځي او جګړه د څه لپاره کوي او که له جګړې لاس وانه خلي، پر وړاندې یې جګړه جاري ساتي.
د خوست ولایت یو تن اوسېدونکی وایي:« موږ پر طالبانو غږ کوو، چې بهرني سرتېري ووتل، اوس خو ټول افغانان پاتې دي. راځئ، سوله وکړئ.»
بل پلو د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکون د پکتیا احمد ابا او سید کرم، د بغلان دوشي او خنجان او د فاریاب اندخوی او خانچارباغ ولسوالۍ بېرته نیولي او ګڼو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د پوځي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: « زموږ نړیوالو همکارانو هم تبلیغ کاوه، چې د افغانستان حکومت به د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په ۱۸ ساعتونو کې سقوط وکړي. دا خپله یوه تبلیغاتي جګړه وه. دښمن هم ډېر تبلیغ کړی.»
له څو ورځو راهیسې د پروان ولایت د غوربند په سیاه ګرد او شینوارو ولسولیو باندې بریدونه پيل کړي، چې ځینې پوستې یې نیولي دي.
دغه راز د طالبانو له لوري د یو شمېر ولسواليو نیول کېدو ځېنو ته پوښتنې پیدا کړي، چې څنګه له جګړې پرته په ډېری اسانۍ سرتېري تسلیم کېږي.
طالبانو بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پنځو ولسولیو او ګڼو پوستو د نیولو ادعا کړي، خو ملي دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.