د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادانوم وايي، د کورونا وبا ډېلټا بڼه د پخوانیو بڼو پرتله په هغو ټولنو کې ډېره په چټکۍ سره خپرېږي، چې واکسین شوې نه دي.
اډانوم زیاته کړه، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو تدابیر نرم کول پیل کړي، د دې چټکۍ خپرېدونکې بڼې پېښې زیاتې شوي او دې چارې یو ځل بیا پر روغتیايي سکتور فشارونه زیات کړي دي.
د ادانوم خبره، د وبا دا بڼه تر اوسه پورې د نړۍ ۸۵ هېوادونو کې خپره شوې او لا هم په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
له دې سره هغه وايي، دې چارې د واکسین وېش او رسونې برخه کې اندېښنې راپورته کړي دي.
ادانوم دا خبرې داسې مهال کوي، چې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۸۰ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۹ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.