د هرات ولایتي چارواکي وایي، دغه کسانو په زیرکوه ولسوالۍ کې د دولت ضد وسله وال فعالیتونه کول،چې د خپلو درنو او سپکو وسلو سره له حکومت سره یوځای شوي دي.
والي سترپاسوال عبدالصبور قانع وايي، تسلیم شوي به د هرات په ناامنه ولسوالیو کې د نظام پر ملاتړ او د مخالفو جنګیالیو پر ضد به وسله پورته کړي.
قانع زیاته کړه: «امتیاز ورکوو، امکانات ورکوو. دوی به د یوه سرباز په ډول پر دنده ګومارل کیږي، لکه څنګه چې موږ د خپلو اتلو ځواکونو ملاتړ کوو، همداشان به د دوی ملاتړ هم کوو.»
دغه وسله په لاس خلک وایې، له جګړو ستړي او غواړي،چې په سوله کې ژوند وکړي.
سولې له بهیر سره یوځای شوی یو تن وايي: « موږ د خپلو ملګروسره راغلو دافغانستان دولت ته تسلیم شوو، د هغوی څخه د اغواړم چې راشي د سولې له بهیر سره یوځای شي، خپل وطن ته راشي، خپل وطن جوړ کړي او دا ملت پرآرامه ژوند وکړي.»
بل پلو په هرات کې د پوځ جنرالان او ولایتي شورا پرطالبانو غږ کوي، چې د دوغو وسله والو په څېر سوله وکړي.
دوی د جګړې دوام د ټولو په زیان بولي.
د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان تورنجرال خیال نبي احمدزی وايي: «هیله مند یم،چې همدغه يې شروع وي، نور هم هغه کسان چې ناراضه دي راشي او له موږ سره یوځای شي. د سولې او آرامۍ لاره خپله کړئ، ځکه چې له جګړې ویجاړۍ او بدبختۍ نور هیڅ لاس ته نه راځي.»
د دغو وسله والو په تړاو طالبانو څه نه دي ویلي، خو په ګڼو ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی.
د طالبانو له لوري د ولسوالیو له نیولو سره سم په بېلا بېلو ولایتونو کې ولسي پاڅونونه هم پيل شوي دي.