ځايي باوري سرچینې وايي، د سیلاب قول اردو د درییمې پلې لوا درستیزوال، ډګروال نورجان نن سهار د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، ډګروال نور جان د ننګرهار ولایت شېرزادو او حصارک ولسوالیو ترمنځ پټلو سیمه کې وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.
د ننګرهار ځايي چارواکو او سیلاب قول اردو تر اوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.