د افغان حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال ویلي، طالبان،چې هر ځای نیسي،عامه تأسیسات او شتمنۍ، پلونه او پلچکونه یې په بمونو الوځولي دي.
هغه ویلي،افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېچا ته دا اجازه ورنه کړي،چې د افغانانو ارام ژوند نا ارامه کړي.
مینه پال په خبره، طالبانو چې هر سیمه نیولې،بې له ورانۍ یې بل اثار هلته نه دي پرېښي، عامه شتمنۍ، تاسیسات او پلونه یې په بمونو الوځولي دي.
د یو بل خبر له مخې، په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار محمد محقق د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته رسېدلی،چې هلته به د وروستیو تحولاتو په اړه له پخوانیو جهادي قوماندانانو، سپین ږیرو او د خلکو له بېلا بېلو اقشارو سره وګوري.