د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په پایله کې په دغه هېواد کې د یو باثباته حکومت په جوړولو کې پاتې راغلې ده.
ریانوسټي نیوز د شویګو له قوله ویلي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي په افغانستان کې کورنۍ جګړې بیا پیل شي او دا چاره به د دې لامل شي، چې ډله ییز مهاجرت او ګاونډیو هېوادونو ته افراطیت خپور شي.
شویګو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د وروستیو لاسته راوړنو ساتنه د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو او دغه راز د سازمانونو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.