Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

محمد طاهر زهیر: جګړې کلتوري میراثونه له ګواښ سره مخ کړي.

admin by admin
2021/06/24

په وروستیو څو اونیو کې جګړه تر بل هروخت زور اخېستی او طالبانو د لسګونه ولسوالیو د نیولو ادعا کړې، اطلاعات او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو پر وړاندې اندېښنه ښیې.

د یاد وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر له خلکو غوښتي،چې د تاریخي ابداتو په ساتنه کې، د هېواد او خلکو  هویت، عزت او ارزښت دی، مرسته وکړي.

زهیر زیاته کړه: «  د لاس لاس په کېدو پر مهال د تاریخي ابداتو او فرهنګي  مېراثونو  په اړه یوڅه  اندېښنه شته. »

هغه ټېنګار وکړ،چې  تاریخي ابدات او کلتوري میراث، زموږ عزت، هویت او تاریخي سند دی او  باید ساتنه یې وشي.

وروستیو نښتو کې چې پرمهال یو شمېر سیمې د وسله ‌والو طالبانو لاسته ولوېدې،خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس شوې، چې ځینې ځایونه په‌ کې دعامو خلکو له خوا لوټ کېږي.

د اطلاعات او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال محمد هارون حکیمي بیا وایي، لوټ د افغانانو فرهنګ نه دی.

حکیمي زیاته کړه:« زموږ ځېنو ځايي وګوړو له لوري د یو شمېر توکو د لوټ هڅه شوې.  دا زموږ د هغه کلتوري اړخ ښکارندويي کوي،چې هغه زموږ نه دی. موږ باید د خپلو تاسیساتو د مالکیت احساس ولرو. هر هغه وګړی، هر هغه څوک چې غږ یې اورېدل کېږي، هر هغه رسنۍ او هر هغه بنسټ چې په دې اړه لږ تر لږه خبرېږي،مسوولیت لري، چې زموږ خلک وپوهوي،چې موږ بنسټونه، تاسیسات باید له خپلو امکاناتو جوړ کړو. دا چې له دولتي امکاناتو جوړ شوي، پالنه یې پر موږ فرض ده. »

اطلاعاتو اوکلتور وزارت وا يي، روانه جګړه چې هېڅ شرعي او اخلاقي بنسټ نه لري، نه یوازې قربانیان یې افغانان دي،بلکې د هېواد لرغوني کلتوري میراثونه یې له ګواښ  سره مخ کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه
افغانستان

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

د هلمند دولتي چارواکو ولس ته د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ

امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist