ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې له امریکايي چارواکو سربېره د ګانګرس له غړو سره هم خبرې اترې ولري.
په دې سفر کې لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د دوو ښځو په ګډون د مذاکراتي پلاوي غړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره د ولسمشر غني ملتیا کوي.
د ولسمشر ویاند لطیف محمود وايي، په دې سفر کې به د نوي فصل او ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان ځواکونو پرپیاوړتیا او روزنه، د ښځو او بشر حقونه، چې سوله هم په کې شامله ده، خبرې وشي.
محمود زیاته کړه: « دا یو مهم سفر دی، د افغانستان لپاره په داسې حال کې چې د ناټو او امریکا ځواکونه له افغانستان څخه بهر کېږي، دا بحث دوه کاله مخکې مطرح وه او افغان حکومت ورته چمتوالی درلود.
په دې سفر کې به د نوي فصل او ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې وشي، د افغان ځواکونو پیاوړتیا او روزنه، د ښځو او بشر حقونه، چې سوله هم په کې شامله ده.»
د خبرو اترو بل پړاو به امریکا کې د پاکستان په اړه وي.
په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې کړکېچ ته رسېدلي دي، چې له امله یې د جګړې شدت زیات شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ،اوس د دوه مخي سیاست وخت تېرشوی او د پاکستان څخه د سولې په پروسه کې عمل غواړي، نه خبرې.
د ولسمشر ویاند لطیف محمود وايي: « زموږ تمه سربېره له پاکستان د ټولو هغو هېوادونو دا ده، چې د سولې په تړاو کوم تاثیر لري هغه په عمل کې ثابت کړي، په ځانګړې توګه پاکستان که غواړي، په دې پروسه کې صادق پاتې شي او د افغانستان خلک پرې باور وکړي. اوس د دوه مخي سیاست وخت تېرشوی اوس باید پاکستان په عمل کې خپل صداقت ښکاره کړي.»
د افغان ځواکونو سمبالتیا او مالي امکانات هغه مهم ټکي دي، چې کابل به یې له واشنګټن واضح پیغام ترلاسه کړي.
هېواد کې د امنیتي حالت له ترینګلي کېدو او امریکا ته د ولسمشر غني سفر په درشل کې د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکايي سرتېرو تر وتلو، ۶ میاشتې وروسته، ښايي افغان حکومت وپرځېږي.