استرالیايي چارواکي وایي، د نیو ساوټ وېلز ایالت په ویلنګټن سیمه کې د تادیبي زندان کې د موږکانو زیاتوالي له امله له ۴۰۰ ډېر بندیان او ۲۰۰ کارکوونکي په راتلونکو دوو اونیو کې به بل ځای ته ولېږدول شي.
دوی وايي، موږکان د زندان د ودانیو په بنسټونو کې د پراخې ویجاړۍ او ورانۍ لامل شوي، تر ځمکې لاندې مزي او د چتونو دړې یې خوړلې دي.
د ساوت وېلز ولایت د زندان چارواکي بیا وايي، زندان کې به د بیا رغونې چارې تر څلورو میاشتو روانې وي، زندان به پاک کړل شي او په راتلونکي کې به د موږکانو د ورتګ مخه ورته ونېسي.
بل پلو د یاد ایالت په یو شمېر ښوونځیو، روغتونونو، لویو پلورنځیو او د خلکو استوګنې په ځایونو کې هم د موږکانو د ډېرېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
نیو ساوت وېلز ایالت له ډېر وخت راهېسې له زیاتو موږکانو کړېږي،چې لامل یې هلته له څو کلونو وچکالۍ او د ځنګلونو د سوځېدو وروسته د غلو دانو ډېروالی دی.