د هند روغتیا وزارت وايي، د کورونا وبا نوې بڼې یې کشف کړې ده.
یاد وزارت وايي، تر اوسه پورې د دې نوې بڼې پېښې درې ایالتونو کې ثبت شوي دي.
د فدرالي ادارې روغتیا وزیر راجېش بوشان د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د وبا دا نوې بڼه په ځايي کچه ډیلټا پلس نومول شوې.
دغه راز بوشان وايي، داسې ښکارې،چې د نوې بڼې خپرېدا چټکه ده او له ایالتونو یې غوښتي،چې د ټسټونو کچه پراخه کړي.
هند کې له دې وړاندې هم د کورونا وبا یوه بڼه کشف شوې وه، چې ډیلټا نومول شوې او تر اوسه پورې د نړۍ شااوخوا ۹۲ هېوادونو خپره شوې ده.
د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په هند کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۳۰ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳۹۰ زره کسان ترې مړه شوي دي.
هند له امریکا وروسته نړۍ کې دویم هېواد دی، چې کورونا وبا سخت ځپلی دی.