په ننګرهار ولایت کې یو شمېر خصوصي کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې شااوخوا ۹۰۰ بالونونه د اکسیجن د تولید ظرفیت لري، چې پر وخت ناروغانو ته نه رسیږي او مړه کیږي.
خلک وايي، ساعتونه د کارخونې مخې ته انتظار وي، ترڅو خپلو ناروغانو ته اکسجن ترلاسه کړي.
دوی وايي، د کارخونو مسوولین بې عدالتي کوي او په بې نوبته شکل واسطه لرونکو ته اکسیجن ورکوي.
د خلکو په خبره همدا لامل دی،چې د کورونا وبا ګڼ ناروغان مړه کېږي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی وايي: « دلته کمېشن کاري روانه ده. دننه ټول کمېشن کاران دي. بې وزله کس چې راشي، ژاړي، ناروغ یې مړ کېږي، خو څوک اکسیجن نه ورکوي. »
د اکسیجن تولید کارخونې مسوولین وايي، په عادي ډول ۲۴ ساعتونو کې د نږدې ۹۰۰ بالونه اکسیجن تولید ظرفیت لري.
دوی وایې، د خلکو اړتېا تر دې درې برابره ډېره ده او همدا لامل دی چې خلک شکایت کوي.
د اکسیجن تولید کارخونې اداري مدیر سردار اغا کلیوال وايي: « عادي حالت کې شااوخوا ۹۰۰ بالونه تولېد کوو. ماشینونه مو ۲۴ ساعته روښانه وي. خو د خلکو غوښتنه دوه یا درې برابره زیاته ده. د ورځې شااوخوا ۱۸۰۰ بالونونه راځي. ۹۰۰ بالونونه یې ډک کېږي.»
روغتیايي چارواکي وايي،دا مهال په دولتي او خصوصي روغتونونو کې تر ۶۰۰ پورې بالونه اکسیجن ته اړتېا او په روعتونونو کې د اکسیجن کمښت وېره نشته.
د ننګرهار عامې روغیتا مشر نصیر احمد وايي: « د ورځې ۲۵۰ بالونونه د کورونا وبا روغتون کې اړتېا لرو. له ۱۰۰ یا ۱۲۰ بالونونه پورې په حوزي روغتون کې، ۲۰ یا ۳۰ بالونونه د ګردو روغتون کې اړتېا لرو. ښايي له ۵۰ تر ۱۰۰ بالونونو پورې د ټول ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو وړو روغتونونو او خصوصي روغتونو کې اړتېا ولرو. دغه راز د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ بالونونو پورې لغمان او کونړ ولایتونو ته لېږدول کېږي. »
د ننګرهار ولایتي ادارې په یوې تازه پرېکړې دې ولایت کې د ګنې کوڼې پر کموالي او ماسک اچولو پرېکړه کړې او له خلکو یې غوښتې په ښار کې د کورونا خپریدو میخنوي په موخه ماسک وکاوري.
د ننګرهار ولایت عامې روغتیا د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې تر اوسه پورې ۵ زره ۹۲۵ کسان پر کورونا وبا اخته شوي، ۲۳۷ کسان ترې مړه شوي او ۳ زره ۸۹۱ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.