د سوریې په پلازمېنه دمشق ښار کې د ټکنالوژۍ نندارتون اووم پړاو پيل شوی،چې له ۳۰۰ زیاتو کورنیو او نړیوالو شرکتونو په کې ګډون کړی او خپل توکي یې په کې نندارې ته اېښي دي.
د یاد نندارتون یو شمېر نړیوال ګډونوال شرکتونه وايي، دا یو ښه فرصت دی، ترڅو له ځايي شرکتونو سره خپلې تجربې شریکې او د سوریې بازار کې ځای پیدا کړي.
سوریې د نندارتونونو او کنفرانسونو متحد ګروپ مشر هلال وايي:« د ډیجېټلي بدلون پروژه په ۲۰۰۸م کال کې پیل شوې وه،خو بیا د جنګ له مله ودرېدله. اوس مهال موږ دا پروژه بیا پیل کړې، ځکه چې جنګ په کمېدو دی. بندیزونو د رغون پروسه کمزورې کړې ده،خو سوري وګړي د وطن جوړولو وړتیا لري. موږ هڅېدلي یو او پوهېږو،چې سخت کار کولائ شي،چې د تېرو لسو کالونو ویجاړۍ بیا ورغوي.»
یو شمېر ځايي شرکتونه وايي، د سوریې بازار ته د زیاتو نړیوالو شرکتونو لار موندنه به د دې هېواد د اقتصادي بیا رغون له چټکتیا سره مرسته وکړي.
د سوریې اقتصاد اوس مهال د لسیزې اوږدې کورنۍ جګړې او د امریکا بندیزونو تر څنګ له کورونا وبا هم سخت رنځېږي.
اوس مهال په دې هېواد کې امنیتي حالت یو څه بېرته ښه شوی او ځايي سوداګریو له نویو ټکنالوژیو سره د ځانونه عیارول پیل کړي دي.
د ځیرکو حل لارو له پاره د بي ای بنسټګرعزت السوس وايي: « موږ تخنیکي حل لارو پسې پلټنې کوو، تر څو د ټولنې اړتېاوو ته رسېدنه وکړو. په دې کې زده کړې او د بازار حقایق شامل دي.»
په سوریه کې پر دې کچه د ټکنالوژۍ لوړ نندارتون پیل کېدل، د دې ښوونه کوي،چې دا هېواد له بندیزونو سره سره هم د پانګونې لپاره یو ښه ځای دی او اقتصاد یې د بیا رغون پر لور روان دی.