شانګهای ښار تر اوسه پورې شااوخوا ۱۰ ډیجیټل سکرینونه په بېلابېلو تمځایونو کې لګول شوي،چې له مخې یې عمر خوړلي کسان کولائ شي،پر یوه کلیک ټکسي راوغواړي.
عمرخوړلي کسان وايې،وړاندې ورته د ټکسي نیول ډېر سخت ول، خو په خبره یې اوس د دې سکرینونو له لارې په اسانۍ سره کولائ شي، د ځان له پاره ټکسي ونېسي.
د شانګهای ښار اوسېدونکې هو ژېفانګ وايي:« کله به چې زه بهر تللم،ترڅو خپل ملګري او ډاکټر وګورم. زه به اړه ومه،چې د سړک غاړې ته څېرمه ودرېږم او ټېکسي پیدا کړم. کله کله به دا چاره هم ناکامه وه. له بل لوري له دومره لوړ عمر سره ما نه شو کولائ،چې پر ځیرک موبایل کار وکړم او یا په اسانۍ سره لیکل پرې وکړی شم.»
خو اوس بدلون راغلی او په شانګهای کې پر ځیرک سکرین باندې د ګوتې پر یوازې یو ځل کېکاږلو سره د شانګهای عمر خوړلي کسان کولائ شي،چې د ځان له پاره ټکسي راوغواړي.
دا سکرینونه د ټکسي درېدلو مرکزونو کې لګېدلي،چې د خلکو څېره پېژني او ټېکسي ور ته راغواړي.
دا وسایل د شانګهای ټکسي نیولو شینچېنګ ټرېول پلاټفارم جوړ کړي او د شرکت مشر وايي، اوس عمر خوړلي له دې چوپړتېاوو په اسانۍ سره ګټنه کولائ شي.
د شېنچېنګ ټرېول عمومي مدیر یوان ډونګلیانګ وايي:« موږ پرمختللي سکرینونه جوړ کړي دي. د یوه سکرین سایز تر ۹۰ سانتي مترو پورې دی او د بل سکرین سایز یې بیا ۷۰ سانتي متره دی. دا سکریونونه په دېوال لګول شوي. د دې سکرینونو کارول ډېر اسانه دي. کاروونکي یې د مخ سکن کولو سره ټکسي نیولی شي. تر اوسه په ماشین کې د دوی د مخ مالومات نه ثبت کېږي. دوی د ټکسي نیولو له پاره خپله د موبایل شمېره دننه کوي.»
یاد شرکت وايې، سکرینونه یې هغو کسانو ته د ټکسي لومړیتوب ورکوي،چې عمرونه یې له ۶۰ کلونو پورته وي.
د شرکت مسوولین وايې، پلان لري،چې په نږدې راتلونکې کې په سلو نورو تم ځایونو کې هم ورته سکرینونه ځای پر ځای کړي.
د شانګهای ښاروالۍ سړک ټرانسپورټ ادارې د مسافرو ټرانسپورټ څانګې مرستیال مدیر وانګ یانجي وايي:« په ټولنه کې پر یو ځل کېکاږلو د ټکسي نیولو ماشینونو لګونه د عمر خوړلو کسانو سره مرسته کوي،چې د ډیجېټل ټکنالوژیو سره پر ستونزو برلاسي شي. دا له دوی سره مرسته کوي،چې له ټولینز پرمختګ او اسانتیاوو خوند واخلي.»
دا چاره وروسته له هغې ترسره کېږي، په وروستیو کې حکومت د عمر خوړلو له پاره د چوپړتیاوو لاسرسي پراختیا غږونه وکړل.