مینا خیري وړمه ورځ د کابل ښار په یوه چاودنه کې ټپي شوې وه، چې وروسته یې د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.
یاده چاودنه د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند چهار قلعه سیمه کې رامنځته شوه، چې له امله یې مینا خیري او مور یې ووژل شوې او بله خور یې ټپي شوه.
روغتیايي چارواکي وايي، مینا خیري او مور یې ډېر سوځېدلي وو او د ډي ان اې معایناتو وروسته یې مالومه کړه چې وژل شوې مینا خیري ده.
د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په چهارقلعه او پل سوخته سیمه کې پر دوو ټونس ډوله موټرونو چاودنې وشوې، چې ۸ کسان په کې ووژل شول او ۹ نور ټپيان شول.
ددغو چاودنو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او نه هم په دې تور څوک نیول شوي دي.











