د چین بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې نن به د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ د افغان سولې په اړه درې اړخېزه پرلېکه ناسته تر سره شي.
یاده ناسته کې به د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سولې پروسې، عملي همکارۍ او ترهګرۍ ضد او امنیتي همکاریو په اړه مشورې وشي.
د بیجینګ، کابل او اسلام اباد ترمنځ درې اړخېزې ناستې وړاندې شوې دي او نننۍ ناسته یې څلورمه یوه ده.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې ناستې په اړه ویلي، چې د مثبتو پایلو تمه ترې لري.











