سرچینه وايي، موټربم برید نن سهار درې بجې د پنجوايي ولسوالۍ اړوند “خیبرې غره ” سیمه کې د ملي اردو پر یوه کمپ د ټانک په وسیله تر سره شوی.
د سرچینې په خبره، موټربم برید مرګ ژوبله هم لري، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی مالوم.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











