د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو سره له ناستې وړاندې ويلي، دوی له وړاندې نه غوښتل افغانستان کې پاتې شي.
سټولټنبرګ د افغانستان امنيتي وضعيت ګواښونکی بللی او په وینا یې افغانستان کې پاتې کېدل او وتل یې دواړه ګواښونه له ځانه سره لري.
هغه ويلي، پرېکړه يې کړې،چې په څو اونيو کې خپل پوځي شتون پايته ورسوي.
سټولټنبرګ زیاته کړه:« لکه څرنګه،چې موږ خپل پوځي ماموريت پایته رسوو، له افغانستان سره له نورو لارو خپلې مرستې زياتوو. موږ لومړی افغانستان کې خپل ملکي شتون ته دوام ورکوو، ترڅو افغان امنيتي ادارو ته مشورې ورکړو او په ظرفيت جوړونه يې کار وکړو. موږ به د افغان امنيتي ځواکو مالي ملاتړ برابر کړو.»
په کور دننه د پوځي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې افغان ځواکونه د ناټو او نړیوالو له مرستو پرته له ترهګرۍ سره په اسانۍ مبارزه نه شي کولائ او بايد ملاتړ يې وشي.
سټولټنبرګ وايي، د افغان امنيتي ځواکونو له زړورتیا او پياوړتيا متاثر شوی او دوی اوس د خپل هېواد مسووليت پر غاړه لري، چې امنيت يې خوندي کړي.
هغه زیاته کړه:« زه د افغان امنيتي ځواکونو له پياوړتيا او زړورتيا متأثر شوی يم، په دې پوهېږم، چې ګواښونه شته، خو دا هغه څه دي،چې موږ د دوی ملاتړ ته دوام ورکوو.»
ناټو سازمان دا خبرې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې راتلونکو دوه اونیو کې د بګرام هوايي اډه هم افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شي.











