سرچینه وايي، طالبانو نن سهار څلور بجې شاجوی ولسوالۍ کې د حسن کاریز په نوم د ملي اردو پر یوه ټولي موټر بم برید ترسره کړی.
سرچینه وايي، د موټر بم برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه مالومات نشته.
د سرچنې په خبره، د چاودنې د زیات قوت له امله د شاا وخوا سیمو کورونه هم زیانمن شوي.
سرچینه زیاتوي، چې تر چاودنې وروسته د دواړو لوریو تر منځ جګړه پیل شوې، خو د ملي اردو ځواکونو مرستې ته هوایي ځواک رسېدلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











