د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي،په ټوله کې یې له افغانستانه له ۳۰ تر ۴۴ سلنې ځواکونه اېستلي او دا لړۍ دوام لري.
د یادې قوماندانۍ په خبره،د هر ساعت په تیریدو سره د ځواکونو د وتلو لړۍ چټکه کېږي.
ټاکل شوې ده،چې د سیپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې وړاندې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووځي، خو دا چې افغانستان کې به امن او ثبات وي که نه، په اړه یې هڅې روانې دي.











