د فراه ولایت امنیه قومندانۍ وايي، نېول شوي کس د فیسبوک څلور جعلي حسابونه لرل، چې پرمټ به یې د عامه اذهانو ګډوډولو لپاره کاذب او بې بنسټه خبرونه خپرول.
د قومندانۍ په وینا، یاد کس به دولتي چارواکي او قومي مشران ګواښل او هم به یې د یولړ تصویرونو په خپرولو سره له عامو خلکو څخه باج اخیسته.
پولیس زیاتوي، نېول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او ډېر ژر به یې دوسیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.











