غور ولایت کې د ښځو د حقونو فعالو روانه جګړه د ټولو ناخوالو زېږنده و بلله او ټینګار یې وکړ چې نور باید روان وضعیت پای و مومي.
دوی ټینګار وکړ، چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله زرګونه ښځې کونډې او زرګونه ماشومان یتیم شوي او نورباید جګړه بس او اوربند وشي.
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده او د والي مرستیالې معصومې انوري بیا خپلو خبرو کې ښځوته ډاډ ور کړ، چې حکومت د ښځو حقونو خوندیتوب او ملاتړ ته ژمن دی او په دې برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.











