نن د جون لومړۍ نېټه ده،چې د ماشوم له نړیوالې ورځې سره برابره ده، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د همدې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، که څه هم د جنګ او ناخوالو له امله لا هم په میلیونونو ماشومان د زده کړو په ګډون د ژوند له ډېرو اساسي حقونو او اسانتیاوو محروم دي، خو په خبره یې د خوښۍ خبره دا ده،چې اوس تر بل هر وخت ډېر ماشومان ښوونځیو ته ځي.
ولسمشر غني وايي، د هغوی لپاره صحي او فرهنګي چوپړتیاوې مخ په زیاتیدو دي او په ټولنه کې دا پوهاوی ورځ په ورځ زیاتېږي،چې له ماشوم سره باید مناسب چلند وشي.
ولسمشر همدارنګه ویلي، سره له دې چې دولت د ماشومانو د اساسي حقونو تامین ته ژمن دی، ترڅنګ یې پر مشخصو برنامو کار کوي،چې دغه حقونه نور هم پیاوړي کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د مالوماتو له مخې،په افغانستان کې اوس مهال ۱۴ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري،چې له نیمايي زیات یې ماشومان دي.
جګړې، ناامنۍ، بې وزلي، تعلیمي او روغتیايي چوپړتیاوو ته نه لاسرسی، درانه کارونه او نورو ستونزو د افغان ماشومانو ژوند سخت کړی دی.











