د ختیځ زون علماوو پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې هېواد کې د افغان وژنې د مخنیوي لپاره دې جګړه بس او اوربند وکړي.
دا علماء چې نن په جلال آباد ښار کې راټول شوي ول، له وسله والو طالبانو یې وغوښتل، چې اوربند وکړي او د بین لافغاني خبرو اترو له لارې روان بد وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
هغوی وویل، روانه جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او یوازې د افغانانو د وژنې او د هېواد د ویجاړۍ لامل کېږي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل چې یادې غونډې ته وربلل شوی وو، د حکومت په استازیتوب یې ډاډ ورکړ، چې د علماوو او ولس هر ډول غوښتنو ته به مثبت ځواب ووایي.
هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې د علماوو په منځګړیتوب دې د خبرو لپاره ځای په نښه او او اوربند دې وکړي.











