پولیس وايي، له شااوخوا۲۰ کلونو پلټنو وروسته یې داسې کس نیولی،چې د ورکېدونکي پړانګ د یوه ډول د ۷۰ پړانګانو پر ښکار او وژلو تورن دی.
دوی وايي، دا کس حبیب تلکدار نومېږي، ۵۴ کاله عمر لري او د درې ځلې نیولو حکم وروسته نیول شوی دی.
حبیب تلکدار د هند او بنګله دېش هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې په ځنګلونو کې ژوند کاوه.
دا سیمه په نړۍ کې د بنګالي پړانګانو تر ټولو ګڼه سیمه ده، یوازې یو څو زره یې لا هم پاتې دي.
د تور بازار سوداګر د دې ښکار شویو پړانګانو پوست، هډوکی او ان غوښه هم اخلي او بیا یې نړۍ کې پلوري.
د بنګله دېش د پړانګانو سرشمېرنه چې په ۲۰۱۸ کې خپره شوې،ښيي چې د دوی شمېر تر ۱۱۴ پورته شوی دی.











