د اسټراليا د دفاعي ځواک مشر، جنرال انګس کمپبېل ویلي، افغانستان کې به د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ تاوتریخوالی د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هم دوام وکړي.
جنرال کمپبېل دغه راز په تېرو شلو کلونو کې، افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو پر لاسته راوړنو هم غږېدلی او زیاته کړې یې ده، چې د شل کلنې ښکېلتیا تصویر به د څو تنو ځانګړو ځواکونو شکمن جنګي جرمونه کمرنګي نه کړي.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي، چې په اپرېل میاشت کې د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي وو، چې له افغانستانه پاتې خپل ټول سرتېري به په سپتمبر میاشت کې وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوونۍ وړاندې مورېسن اعلان وکړ، چې په کابل کې خپل سفارت تر نامالومې نېټې بندوي او کله چې وضعیت ښه شي، بیا به یې پرانېزي.











