د دغه پلاوي یوه غړي مولوي عطاءلله لودین شمشاد ته وویل، دا ځل د خبرو اجنډا پر اوربند او د مشارکاتي نظام پر جوړولو راڅرخي.
لودین وايي، د ټولو افغانانو غوښتنه او هېله اوربند ده او د دوی د خبرو په اجنډا کې هم شامله ده.
د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي د سولې خبرې درېیم پړاو ته ننوځي، خو تر اوسه یې ملموسه پایله نه ده ورکړې.
د ملي روغې جوړې عالي شورا له طالبانو غوښتي، چې خبرو کې جدي شي او هېله لري، چې مانا لرونکي مذاکرات به پیل کړي.
د سولې مرکچي ډله وايي، واک او صلاحیت ورکړل شوی، چې طالبانو سره په هره موضوع خبرې وکړي.











