د عامې روغتیا وزارت تر اوسه پورې بشپړ ګرځبندیز نه دی اعلان کړی، خو کارګر اندېښنه لري، که حکومت د کورونا وبا له وېرې ګرځ بندیز ولګوي، د دوی ستونزې به لازیاتې شي.
یو شمېر کارګرو سره دا اندېښه هم شته، چې که نن کار ونه کړي، کور ته به څه وړي.
کارګر وايي:« شپږ ورځې کېږي، چې دا کارګر دلته دي، ټول بېکاره دي. تاسو یې په خپله ګورئ. که د کورونا وبا له امله ګرځ بندیز لګول کېږي، موږ به له لوږې مړه شو.»
د کورونا وبا درېیمې څپې له خپرېدو سره چې ورځ تربلې یې ګواښ په لوړېدو دی، روغتیا وزارت په ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه تړلي او د نورو محدودیتونو د وضع کېدو خبره یې هم کړې، چې کارېګرو سره یې اندېښنې پيدا کړي دي.
د کارګرانو ټولنه د کارګرو د اقتصادي وضعیت او فقر په اړه اندېښنه لري وايي، کرنتین وضع کېدو سره به کارګر له سختو ستونزو سره مخ شي.
د کارګرو ټولنې مشر معروف قادري وايي: « زموږ هغه ځوانان چې غواړي، کار وکړي، د کار زمېنه ورته برابره نه ده. زموږ خلک په غربت کې ژوند کوي. که چېرې ګرځبندیز ولګول شي، دا ستوزې لا ډېرې کړي.»
قادري پر حکومت غږ وکړ، چې د ګرځبندیز له اعلان وړاندې د ګارګرو ستونزې حل کړي.
بل پلو کارپوهان بیا روانه جګړه، کډوالۍ او بې روزګاري د فقر او بې کارۍ عمده لاملونه بولي او پرحکومت غږ کوي، چې د کارګرو ستونزې دې بابیزه نه ګڼي.
د سوداګرۍ خونې غړی یونس مومند بیا وايي: « خلک د ژوندي پاتې کېدو په خاطر مرکز ته راغلي. دا لوی لامل دی، چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې.»
د جګړو له زیاتېدو سره ورځ تر بلې د بیکارۍ کچه هم لوړیږي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي،چې د کورونا وبا له امله د کرنتین اعلانیدو سره به د ډېری خلکو ستونزې لا زیاتې شي.











