د ملګرو ملتونو کډوالۍ اژانس یا یونیسیار له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې،افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو او بهر کې خوندیتوب غوښتونکي کډوال هم په کې شامل دي، مرستې ورسره لا زیاتې او دوامداره کړي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي،چې افغانستان ته د یونیسیار د عملیاتو برخې د ارزونې ستر کمېشنر رووف مازو خپل لومړی سفر پای ته ورساوه.
د یونیسیار په اعلامیه کې همدارنګه راغلي،چې رووف په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې،چې له امله یې کورنۍ بې ځایه کېدو ته اړې کېږي.
په روان ۲۰۲۱ زېږدیز کې د جګړو له امله له ۱۰۰ زرو ډېر کسان له خپلو سېمو بې ځایه شوي دي.











