د کمونست ګوند مرکزي کمېټې سیاسي دفتر پرېکړه کړې، له دې وروسته به د هغو جوړو ملاتړ کوي، چې غواړي درېیم ماشوم وزېږوي.
د یاد دفتر مسوولینو ویلي، د دې پالېسۍ او اړوندو ملاتړو تدابیرو پلي کول به د چین د نفوسو جوړښت پیاوړی کړي.
د مسوولینو په خبره، دا چاره به د زړښت موضوع او د زړو کسانو ډېرېدو وېرې ته ځواب ووايي.
له دې وړاندې په چین کې د شته پالېسیو له مخې هرې واده شوې جوړې یوازې د دوو ماشومانو د زېږولو حق درلوده.











