د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وبا له ۱۵۲ زرو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي،چې ور سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۲۸ میلیونو اوښتی دی.
په همدې موده کې بیا د کورونا وبا له ا مله ۳ زره او ۱۲۸ کسان مړه شوي، چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر له ۳۲۹ زرو واوښت.
بلو پلو روغتیايي چارواکي وايي، له تېرو دووه اوونیو راهېسې د کورونا وبا د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر په دوامدار ډول کم شوی دی.
د روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ په ټولیز ډول تر اوسه په دې هېواد کې له کورونا وبا له ۲۵ میلیونو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
هند د امریکا له متحده ایالتو وروسته نړۍ کې دویم هېواد دی،چې کورونا وبا سخت ځپلی دی.











