سرچینې وايي، د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نن سهار سخته جګړه پیل شوې ده.
د سرچینې په وینا، جګړه د ولسوالۍ په بازار کې ده، چې دواړه لوري یو پر بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې، چې ښیې طالبان د ولسوالۍ بازار کې ګرځي.
د هرات والي، سید وحید قتالي هم غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو شتون مني، خو زیاتوي چې امنیتي ځواکونه هلته د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کوي.











