د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس دومره پیاوړي شوي، چې کولائ شي د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ پرته له خپلې خاورې ساتنه وکړي.
وروسته له هغې چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه پر وتلو پیل وکړ، ور سره سم طالبانو په کندهار، هلمند، غزني، بغلان، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې ډله ییز بریدونه پيل کړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او دوی یې په شاه وتمبول.
له بل لوري تازه د امریکا متحده ایالتونو پریکړه کړې، چې د افغانستان لپاره به خپله بودیجه کې نور هم زیاتوالی راولي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، حکومت يي په پام کې لري، چې له افغانستانه د پوځ تر وتلو وروسته به د فضاء له لارې په سیمه کې د القاعدې شبکې او داعش ډلې له خوا پېښیدونکو ګواښونومخنیوي لپاره د امریکایي ځواکونو وړتیا زیاته کړي.











