د مصر او اسراییلو تر منځ د لوړې کچې خبرې پرون په دواړو هېوادونو کې پیل شوي، تر څو د حماس او اسراییل تر منځ نازک اوربند پیاوړی کړي او د غزې تړانګه بیا ورغوي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سمېع شکري په قاهره کې له خپل اسرایلي سیال ګابي اشکېنازي سره خبرې کړي، تر څو د اسراییلو او حماس اوربند پیاوړی کړي او د اسرایلو او فلسطین تر منځ له یوې لسیزې راهېسې په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل کړي.
دا خبر د مصر د بهرنیو چارو وزیر سمېع شکري دفتر ور کړی، خو مصر تر اوسه نه ده په ډاګه کړې چې دا خبرې به بیا څه ډول پیلوي.
بلخوا تمه کېږي چې د حماس ډلې مشر اسماعیل هانیا به هم روانه اونۍ کې قاهرې ته سفر وکړي او ښايي هلته له اسراییلو سره د بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړي.
دا خبرې داسې مهال کېږي، چې د مې میاشتې د ۲۱مې نیټې له اوربند وړاندې، یوولس ورځنۍ جګړې ساحلي ښار غزه کې ګڼې ودانۍ پر ګنډوالو بدلې کړې.











