د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست توماس نېکلسن ویلي، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ټولې ژمنې پر خپل ځای دي او له دغه هېواد سره به د پرمختګ په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی، چې دوی د سولې ملاتړي دي او تمه لري، چې افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
له بل لوري ټاکل شوې ده، چې سبا سې شنبه د ناټو دفاع او بهرنیو چارو وزیران په یوه غونډه کې د افغانستان پر روانه مسله، سولې او دغه راز له افغانستانه د ملاتړ په اړه بحثونه او خبرې وکړي.











