د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ بېلې سیمه کې نن سهارشااوخوا نهه بجې یوه وړه کښتۍ چې په کې د اته مېرمنو او دولس ماشومانو په ګډون دېرش تنه سپاره وو، په اوبو کې ډوبه شوې وه، چې د ولسي خلکو، نورو کښتۍ لرونکو او جالاوانانو له لورې ټول له اوبو څخه ایستل شوي او ژوندي ژغورل شوي دي.











