دور بابا ولسوالۍ چې ډیورونډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، ځايي اوسیدونکو یې د امنیت ساتنې په موخه قومي تړه کړې او وایي، په خپله سیمه کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
قومي مشران وايي، که څه هم سیمې ساتي، خو د حکومت له اړخه د پوره همکارۍ نشتوالي له امله ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه خلک چې د دې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړي، یو میلیون افغانۍ نقدي جریمه ترې اخیستل کېږي او کور به یې وسوځول شي.
قومي مشر همېشه ګل مسلم وايي: « د هر هغه چا پر وړاندې مو تړه کړې، چې د افغانستان خلاف وي. که څوک د وسله والو ډلو فعالیت ته اجازه ورکړي، نو د تړې له مخې، به یو میلیون افغانۍ نقدي جریمه ورکوي او کور به یې هم سوځول کېږي.»
دغه خلک وایې، که څه هم د سیمو امنیت په ساتنه کې مرسته کوي، خو ګیله يې دا ده، چې حکومت د اسانتیاو برابرولو برخه کې له پامه غورځولي.
قومي مشر همېشه ګل مسلم وايي: « موږ پر حکومت غږ کوو، چې د دور بابا ولسوالۍ خلکو له تړې ملاتړ وکړي، ترڅو دا تړې نورو ولسوالیو کې هم وشي.»
بل پلو چارواکي هم د امنیت په ساتنه کې د ولسونو ملاتړ مهم بولي.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وایي، دور بابا کې د خلکو پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره کار کوي.
نوموړی وایي، هغه امکانات چې حکومت سره شته په واک کې به یې ورکړي.
امرخېل زیاته کړه:« د شینوارو دروند قوم راټول شو او پرېکړه یې وکړه، هر هغه څوک چې طالبانو ته ځای ورکوي، هغوی به یو میلیون افغانۍ جریمه کېږي. پښتانه په ټوله کې تړې لري، نو دغسې تړې او هوکړې کولائ شي، چې د سیمو امنیت ښه والي کې رغنده رول ولوبوي.»
تر دور بابا وروسته د ننګرهار په هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې هم یو شمېر ځایي قومي مشرانو د خپلو سیمو د امنیت ساتنې لپاره قومي تړي کړي دي.











