تېرو پارلماني ټاکنو کې ۲۵سلنه رایې له بایومتریک پرته کارېدلې دي.
په تېرو پارلماني ټاکنو کې پنځویشت سلنه رایې له بایومتریک پرته کارېدلې.
پارلماني ټاکنو کې پنځه اویا سلنه بایومتریک رایې کارول شوي او پاتې له بایومتریک پرته دي چې تر نورو ډېره درغلي پکې شوې.
ټاکنو کمېسیون په دې تړاو د ټولو ولایتونو د پایلو تر اعلان ارقام نه ورکوي.
پآرلماني ټاکنو کې بایومتریک ماشینونه دویمې ورځې ته د ټاکنو د ځنډ اصلي لامل وو.
له قانون ماتونې سربیره په لوړ شمېر کسانو له بایومتریک پرته رایې وکارولې.
د شمشاد د مالوماتو په اساس، پارلماني ټاکنو کې (څلور میلیونه، دوه سوه او اتلس زره) رایې کارېدلې، چې (درې میلیونه، یو سل او پنځه شپيته زره) رایې بایومتریک دي او (یو میلیون او څلور پنځوس زره) رایې له بایومتریک پرته کارېدلې.
ټاکنو کمېسیون بیا د ټولو ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته دقیق ارقام خپروي.
۲۵ سلنه رایې له بایومتریک پرته کارېدلې، تر اوسه چې لا د لسو حوزو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي، شاوخوا ۵۰زره رایې د بایومتریک په وسطه تکراري پېژندل شوي.
په ټاکنو د څار بنسټونه د بایومتریک تېر ماشینونه ناکاره او عملي نه بولي او اړتیا ګوري چې راتلونکو ټاکنو ته له نورو کمپنیو سره اړیکه ونیول شي.
په پآرلماني ټاکنو کې له بایومتریک ماشینونو کار اخیستنې د کمېسیون او رای ورکوونکو کارونه له ستونزو سره مخ کړي او ډېری مرکزونو کې یا بایومتریک ماشنیونو کار نا کاوه او یا هم نه ورته ورسېدل. د ټیفا د مالوماتو له مخې له ۲۱ زره آلو ۵ زره یې ورکې شوي دي.