امریکایي ځواکونو د افغانستان تاریخي اثار لوټلي دي.
د برتانیا دفاع وزارت د امریکا دفاع وزارت ته داسې اسناد وړاندې کړي چې ثابتوي په ۲۰۰۹ کال کې امریکایي ځواکونو د نولسم قرن پورې اړوند د میوند جګړې تاریخي اثار لوټلي دي.
د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان کې د میوند په نوم جګړې په مهال جوړې شوې وسلې او د خلکو شخصي مالونه د جګړې د قربانیانو ترڅنګ خښ شوي وو، چې د امریکایي سرتیرو لخوا په ۲۰۰۹ کال کې لوټ شوي دي.
د برتیانیا دفاع وزارت ویلي، امریکایي سرتیرو نړیوال قوانین ترپښو لاندې کړي او د دغه تاریخي اثارو ډیری شیان یې انلاین خرڅ کړي دي.
ویل کېږي امریکایي ځواکونه د همدې لپاره هلته تللي وو، څو دغه تاریخي اثار ولوټي.
خو تر اوسه په دې اړه امریکایي چارواکو څه نه دي ویلي.