ولسمشر غني وايی، طالبان او پاکستان دې خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت اساس ښکاره کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې تیر ماښام یې د زلمي خلیل زاد سره یو ځای ارګ کې راټولو کسانو ته خبرې کولې وویل،طالبان دې له جرمي اقتصاد، له غیر قانوني مالي سرچېنو سره تړاو او نورو ترهګریزو ډلو د اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.
ولسمشر غني وویل، ورستیو ورځو کې د سولې پروسې لپاره زیاد مهم مسایل روښانه شوي خو هغه دا هم وویل، له امریکا سره ګډو نورو هڅو ته اړتیا ده څو باعزته سولې ته ورسیږو.
د امریکا او افغانستان اړیکو ته په اشارې ولسمشر وویل، د پخوا په پرتله اوس بشپړ باور او د متقابلو ګټو لپاره اړیکې نوره هم ټینګې شوي او په خپل حال دي.
ولسمشر چې ښايي غوښتل یې له امریکا او په ځانګړي ډول له خلیل زاد سره خپلې اړیکې عادي وښيي وویل، خلیل زاد سره روښانه کاري مرحلې پر سر هوکړې ته رسیدلی یو، چې د هغه په چوکات کې به ټول مالومات د مشخصې اجنډا او دوامداره مشورو په رڼا کې شریکې او له مخې به یې پریکړې کیږي.
له دې سره د امریکا موخه دا نه ده چې له افغانستانه د وتلو لار پیدا کړي بلکې هدف یې دلته د تل پاتې سولې ټینګښت دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل، له طالبانو سره په څلورو مواردو بحث شوی چې له هوکړې پرته یې د سولې خبرو ته پرمختګ نه شو ویلي.
خلیل زاد دغه څلور موارد له القاعده سره د طالبانو اړیکې، د بهرنیو عسکرو موجودیت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې او سرتاسري اوربند یاد کړ.