تورخم کې د ملي امنیت منسوبینو له چاودېدونکو توکو ډک ټیلر موټر ونیوه.
د ملي امنیت منسوبینو لخوا په تورخم کې یو ټيلر چاودیدونکي توکي ونیول شوې.
ننګرهار کې د ملي امنیت ریاست وايي، په دغه ټیلر کې لس زره کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ویلي، دغو چاودیدونکو توکو په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.
دا په یو ځل د ډيرو چاودیدونکو توکو د انتقال کم سارې بیلګه ده چې د ملي امنیت کار کوونکو له لوري نیول کیږي.