کندز کې د سل بابه ښونځیو د بسنټ ډبره کېښودل شوه.
په کندز ولایت کی د ۱۰۰ بابه ښونځیو د بنسټ ډبرې کیښودل شوې او د راتلونکي کال تر پایه به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
په کندز کې د دغه شمیر ښوونځیو د بنسټ ډبرې په داسې حال کې ایښودل کیږي چې دامهال په ټول کندز کې تر (۵۰۰) زیات ښوونځي موجود دي چې او د ټولو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي.
ددغه ښونځیو مالي لګښت د ولسي تړون له لخوا ورکړل شوی دی چې د کلیو او پراختیا ریاست پرمټ به د پوهنې ریاست تر نظارت لاندې په پاخه او اساسي شکل ورغول شي .
د کندز والي بیا وایي په راتلونکو درې میاشتو کی به ټولو پاتې ښوونځو ته د ودانۍ لپاره ځمکې چمتو کړي.
کندزیان بیا د پوهنې په بهیر کی دغه اقدام بیساری بولي خو د کتابونو نشتون یې پرمخ ستره ستونزه ده.
مسوولین وايي د نویو ښوونځیو په جوړولو سره به شاوخوا پنځوس زره ماشومان د زده کړو له اسانتیاوو برخمن شي.
په کندز کې د پوهنې ریس مجیب الرحمن ثاقب وایي ددغه ښوونځیو د ودانۍ ډيری لګښت به د ملي پیوستون لخوا ورکړل شي او هوډ لري چی یو شمیر ښوونځي به په عصري ټکنالوژۍ یعنې انټرنیټي سیستم هم سنبال کړي.
کندز کې دا مهال ۵۰۶ بابه ښوونځي فعال دي چې د سلو ودانیو په جوړیدو سره به یوازې د ګتو په شمیر ښوونځي بې ودانۍ پاتې شي خو په ډير شمیر یې طالبانو واکمني لري او نظارت ترې کوي.