ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې لیدلي دي.
قریشي په خپل ټوېټر لیکلي، چې دواړه هېوادونه، نه یوازې ګاونډیان، بلکې له یو بل سره ګډې ریښې لري.
قریشي ویلي، دواړه هېوادونه له یو بل پرته پرمختګ نشي کولای، خو له دې ټولو سره سره باید سوله بریالۍ اوسي.
قریشي همداراز ویلي، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي.
له دې سره قطر اعلان کړی چې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي.
د جرمني په مونیخ ښار کې د قطر امیر شیخ تمیم ولسمشر محمد اشرف غني ته ویلي، د افغان حکومت په مشرۍ د سولې ملاتړ کوي.
قطر د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د لویې اډې کوربه دی ځکه ګومان کېږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لرلی شي.
دواړو مشرانو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو او زیاتېدو تفصیلي خبري کړي دي.